په پېنځو ولايتونوکې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په تېرې يوې اونۍ کې د يو شمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو په همکارۍ ( ۱۰۲۵) کورنيو سره په ننګرهار، باميان، قندهار، کندز او خوست ولايت کې مرستې شوي.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ او همغږۍ نغدې پېسې او روغتيايي کڅوړې وېشل شوي دي.