د مهاجرینو چارو وزیر د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره وکتل

anwari_morr
Sun, Mar 26 2023 8:05 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د پاکستان سفارت له شارژدافیر ښاغلي محمد جنید وزیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه لیدنه کې د درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، په پوله د تلو راتلو پرمهال د اسانتیاو رامنځته کولو او په عموم کې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني له پاکستان هېواد څخه وغوښتل، ترڅو هغه مهاجرینو ته، چې غواړي د حج فریضې ادا کولو لپاره افغانستان ته راشي، په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته کړي
ښاغلي جنید وزیر ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به له اسلام اباد سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات وکړي

Latest news

BACK TO NEWS