له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د سلواغې په ( ۱۸) مه ( ۱۵۶۶) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۳۶) کورنۍ، چې ( ۱۱۰) تنه کېږي ( ۱۴۵۶) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې(۱۵) کورنۍ چې ( ۴۸ ) تنه کېږي د (۵۴) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول.