له  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه  له لارې د ايران څخه  د سلواغې  په ( ۱۸) مه ( ۱۵۶۶) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

 د يادو راستنېدونکو له ډلې  ( ۳۶) کورنۍ، چې ( ۱۱۰) تنه کېږي ( ۱۴۵۶) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې(۱۵) کورنۍ چې  ( ۴۸ )  تنه کېږي د  (۵۴) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژند شول.