له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې  په ( ۱۱) مه ( ۱۶۰۸) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس  په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۳۲) کورنۍ، چې ( ۱۴۵) تنه کېږي او ( ۱۴۶۳) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې(۱۰) کورنۍ چې ( ۲۵) تنه نارينه او (۲۵) تنه ښځينه په کې وه د (۳۰) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژند شول.