د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د (IHH) موسسې څخه د راستنېدونکو او بېځايه شوو سره د همکاريو غوښتنه وکړه

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د سلواغې په (۱۱) په کابل کې د ترکيې هېواد د (IHH) موسسې له رئيس ښاغلي مجاهد کليچ سره ليدنه وکړه.
په ناسته کې چې په مهاجرينو چارو وزارت کې ترسره شوه، د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال وويل، بېځايه شوي د څښاک پاکو اوبو، کار موندنې، روغتيا او ښوونې او روزنې په برخه کې مرستو ته اړتيا لري او موږ غواړو چې ددې اړتياوو د پوره کولو په برخه کې د (IHH) موسسه د مهاجرينو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، ددې لپاره چې راستنېدونکي بېرته مهاجرت ونه کړي اړينه ده، چې دوی ته د کار کولو زمينه برابره شي او د کرنې د ودې او پراختيا له لارې د کار پيدا کول د راستنېدونکو په دوامداره بيا يوځای کېدو کې ګټور ثابتيدای شي.
د (IHH) موسسې رئيس وويل، چې غواړي په بلخ ولايت کې د بېځايه شوو په يوه کمپ کې يو ښوونځی او يوه مدرسه جوړه کړي، چې ددې لپاره د مهاجرينو چارو وزارت همغږۍ او منظورۍ ته اړتيا ده.
نوموړي وويل، دغې موسسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونوکې د اړمنو کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه (۷۵۰) څاه ګانې کېندلي، شاوخوا (۵۰۰) يتمانو سره يې مرستې کړي او ( ۱۵۰۰) کورنۍ ددې موسسې د بېلابېلو پروژو تر پوښښ لاندې نيول شوي.