له زرو زيات افغان مهاجر هيواد ته راستانه شول

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې په ( ۹) مه ( ۱۰۲۲) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې (۹۲۶) تنه مجردین او (۱۷) کورنۍ چې ( ۶۰) تنه کېږي راستانه شوي، چې له ډلې يې (۱۰) کورنۍ چې (۲۰) تنه نارينه او (۱۹) تنه ښځينه د (۲۶) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.