هملند کې سلګونو کورنيو سره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې وشوې

د (UNHCR) دفتر او (AAH) موسسې له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د سلواغې په ( ۵) مه ( ۹۱۵) کورنيو سره نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د اړتياوو ارزونې وروسته (۴۱۵) کورنيو هرې کورنۍ ته د (UNHCR) دفتر له لورې (۷۰۰) امريکايي ډالره او (۵۰۰) کورنيوهرې کورنۍ ته د (AAH) موسسې له لورې د حيواناتو لپاره (۱۰۰) کيلو خوراکي مواد، حيواني دوا او (۵) کيلو يوريا ووېشل شوه.