په تېرو درې ورځوکې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه ( ۳۵۶۹) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول
د معلوماتو له مخې د سلواغې په لومړۍ او دويمه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې (۲۹۳۲) تنه او د هرات ولايت د ورېښمو پل له لارې (۶۳۷) تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شوي. په يادو راستنېدونکو کې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، ( ۷۰) کورنۍ دي چې شمېر يې ( ۲۵۲) تنو ته رسي.
د سرچيني په خبره له ډلې يې ( ۳۵) کورنۍ د (۱۱۵) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.