مالي او اداري مرستيال د وزارت د مرکزي رياستونو ستونزو او ننګونې وڅېړلې

sadam_morr
Wed, Jan 18 2023 3:35 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د معلوماتي ټيکنالوژۍ رياست او تدارکاتو او  د ولايتونو د همغږۍ آمريت ستونزو او ننګونې وڅېړلې.

د يادو ادارو مسؤلينو او کار کوونکو چهارشنبه د مرغومي په ( ۲۸) خپلې ستونزې او ننګونې د مالي او اداري مرستيال سره شريکې کړې او دحل په برخه کې يې د وزارت له مقام څخه د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

مالي او اداري مرستيال د يادو ادارو له کار کوونکو سره په ليدنه کې وويل، چې افغان مهاجرو کلونه کلونه په وطن کې د ډېرو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګېريوان دي او لازمه ده، چې په ښه توګه د هغوی خدمت وشي.

هغه زياته کړه، اړمنو کورنيو ته د لا ښه خدماتو په موخه بايد د وزارت مسؤلين لاسونه سره يو کړي او د يوې بل له تجربو او ظرفيتونو څخه د اړمنو کورنيو په خدمت کې کار واخلي، نه یوازې مادي او معنوي اجرونه پکې دي، بلکې اخروي اجرونه هم له ځان سره لري.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS