د مهاجرینو چارو وزیر په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشه سند ایالت ته واستوله

sadam_morr
Thu, Jan 05 2023 8:33 AM
-------

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حق.اني په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشې ته لارښونه کړی، چې سند ایالت ته ولاړ شي، او د هغو راپورونو په اړه دقیقه څېړنه وکړي، چې په دې وروستیو کې د بندیانو په اړه خپاره شوي دي.

د مهاجرینو چارو وزیر ویلي، که حقیقت ولري، چې د ځینو بندیانو د بند موده پوره ده، خو د نغدي جریمي او یا د کرایې د نشتون له امله بند پاتې دي، اتشه دې سمدلاسه د جریمې پیسې ادا کړي او د ترانسپورت زمینه دې ورته برابره کړي او کوم بندیان، چې نورو لومړنیو مرستو، تداوي، یا البسې وغیره ته اړتیا لري هم دې اړتیاوې ورپوره کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS