بګرام د بني ورسک مهاجرینو ښارګوټي کې د نجونو ښوونځی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

anwari_morr
Tue, Dec 13 2022 8:45 PM
-

د پروان ولایت، بگرام ولسوالۍ، د بني ورسک د مهاجرینو ښارګوټي کې ددغه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په هلو ځلو او د یونیسار ادارې په مالي مرسته د نجونو ۱۲ صنفي ښوونځی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

ددغه ښوونځي په پرانست غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني وویل: مونږ هڅه کوو، د مهاجرینو په ټولو ښارګوټو کې مکتب، کلینیک، برق، پاکې اوبه او سړکونو سربېره د ژوند ټول سهولتونه برابر کړو

ښاغلي حقاني د نجونو او هلکانو په دیني او عصري زدکړو ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه، په مکتبونو کې باید شاګردانو ته د خپل دین، هېواد او خپلو ملي ارزښتونو په اړه پوهاوی ورکړل شي، ترڅو بل څوک یې د خپلو ارزښتونو پرضد استعمال نکړي

نوموړي زیاته کړه، د مهاجرینو حقوق به نه ضایع کېږي او هرچا چې د مهاجرینو ځمکې غصب کړي دي، ژر به بیرته ترې راوګرځول شي .

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS