د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د بغلان ولايت د خواجه الوان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ليندۍ په (۵) مه د بغلان ولايت د خواجه الوان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه.
د خواجه الوان په ښارګوټي کې شاوخوا (۲۴۰۰) راستنېدونکي ژوند کوي، چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مرستندويه بنسټونو سره په همغږۍ د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل لپاره حلې ځلې کوي.
د يوبل خبر له مخې ښاغلي مولوي راشد د بغلان ولايت د چشمه شېر لېسې څخه هم ليدنه وکړه، چې په ياده لېسه کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو کوچنيان په زده کړو بوښت دي.
د يادې لېسې ځېنې برخې په تېرو کلونوکې ويجاړې شوې وې، چې د (UNHCR) دفتر په مرسته د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ بيا ځلې ترميم شوې.