د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي تر څو د ټولو داخلي بېځايه شوو ستونزې حل شي

sadam_morr
Sun, Nov 20 2022 11:55 AM
-

د کابل ښار په کمپونو کې د مېشتو بېځايه شوو استازو  یکشنبه د لړم په (٢۹) د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعیت ته د رسېدو ريیس مولوي سردار محمد شېرزاد سره لیدنه وکړه او خپلې ستونزې یې ور سره شریکې کړې.
دغو استازو د مهاجرینو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ژمي په را رسېدو سره دې په کمپونو کې ميشتو بېځايه شوو کورنیو ته ژمنۍ کڅوړې ووېشي.
د داخلي بېځايه شوو وضعیت ته د رسېدو رييس وويل، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي، چې د ټولو داخلي بېځايه شوو ستونزې حل کړي، په همدې موخه یوه برنامه لري چې هغه بېځايه شوي چې په کمپونو کې ژوند کوي خپلو اصلي سیمو ته ولېږدوي او په کمپونو کې د مېشتو بېځايه شوو د ژمنیو مرستو د وېش موضوع به د همکارو مرستندویه بنسټونو سره شریکه کړي.

Latest news

BACK TO NEWS