د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د قندهار ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو په حل کې د بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

sadam_morr
Mon, Nov 14 2022 3:45 PM
-----

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د لړم په (۲۳) مه په قندهار کې د مرستندويه بنسټونوسره ناسته وکړه.

دغه ناسته چې د ( UNHCR ،IOM ,NRC، DAAAR، LKRO، WOW HAPA، HHRD  او  ACBAR ) موسسې استازو په شتون کې ترسره شوه، د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال  د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو او همدارنګه د پنجوايي او دامان ولسوالۍ د مهاجرينو ښارګوټو  د ستونزو يادونه وکړه او د لا خدماتو د وړاندې کولو په موخه يې له اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل چې د مهاجرينو چارو وزارت سره دې د لا زياتې همغږۍ په برخه کې همکاري وکړي.

ورپسې ندا محمد نايل د (UNHCR) دفتر او په قندهار کې د نورو مرستندويه بنسټونو په استازيتوب د خپلو فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې راستنېدونکو او بېځايه شوو سره به د مرستو په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام  ورکړي.

د يوبل خبر له مخې د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د ذاکر محمد خاکريزوال لېسې او راستنېدونکو ته د مرستو د وېش له مرکز څخه چې د ( IOM)  له لوري جوړ شوي و او همدارنګه د (UNHCR) دفتر د  انکشمنت سنتر چې له دې لارې راستنېدونکو ته نغدې مرستې وېشل کېږي هم ليدنه وکړه او  د مرستو  په وېش کې يې ګډون وکړ.

-

 

Latest news

BACK TO NEWS