د مهاجرينو چارو وزيرد پاکستان سفير سره د افغان مهاجرو د وضعيت په اړه خبرې وکړې
د مهاجرينو او راستنېدو نکو چارو وزير د لړم په (۲۲) مه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان سفير سره ليدنه وکړه او په کراچۍ ښار کې يې د افغان مهاجرو د ځورونې په اړه خبرې وکړې.
الحاج خليل الرحمن حقا ن ی په هغه هېواد کې د افغان مهاجرينو د څلوېښت کلن کوربتوب ته په اشارې سره ، په کراچۍ ښار کې د افغانانو ځورونه د دواړو هېوادنو د ښو او دوستانه اړېکو د زيانمنېدو لامل وباله او د ويزې په ترلاسه کولو کې يې د کمېشن کارانو د رامنځته شوو ستونزو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.
هغه د پاکستان هېواد څخه غوښتنه وکړه ،چې افغان مهاجرينو ته د ويزو د ورکړې، د پولې دواړو غاړو ته د هغو کورنيو د تګ راتک د مخنيوي، د بانکي حسابونو په جوړولو، د موټر چلوونکو د جوازونو په صادرولو او د کورونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي او په کمپونوکې ورته د اړتيا وړ آسانتیاوي برابري کړي.
نوموړي همدارنګه د افغانستان، (UNHCR) او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزې ناستې يادونه وکړه او ژر تر ژره يې د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان سفير عبدالرحمن نظامي تائيد کړه، چې په کراچۍ ښارکې يې د افغان مهاجرينو د ځورونې ويډيو ګانې ليدلي او دا يې د دواړو هېوادونو د ګډ دښمن کار بللې، چې غواړي په خپلو پاروونکو کړنو سره د پاکستان او افغانستان په دوستانه اړېکو کې ستونزې رامنځته کړي.
ښاغلي نظامي ژمنه وکړه، چې د مهاجرينو چارو وزارت غوښتنې به په اسلام آباد کې د پاکستان حکومت له چارواکو سره شريکې کړي.