د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکوته د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو

sadam_morr

د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو  وزارت پلاوي د بغلان  ولايت د مهاجرينو چارو رياست  کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې په  (۳۰) مه روزنيز  پروګرام ترسره شوه.

په دغه پروګرام کې  د ياد رياست کار کوونکو ته  د راپور، مکتوب، د بېلابېلو مالي فورمونو، پلان جوړولو او يوشمېر مالي موضوعاتو په اړه د وزارت پلاوي  خبرې وکړې او د ګډنوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل.

همدارنګه د بغلان ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر کورسونه جوړ او هره ورځ ورته انګليسي او کمپيوټر درسونه تدريسيږي.

د ويلوده، چې د ظرفيت لوړونې او د انګليسي او کمپيوټر کورسونو په مرکز او ولاياتوکې د مهاجرينو چارو وزارت کار کوونکوته د مهاجرينو چارو وزارت او (UNHCR) دفتر ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې  ترسره کېږي.