د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکوته د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو
د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت پلاوي د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې په (۳۰) مه روزنيز پروګرام ترسره شوه.
په دغه پروګرام کې د ياد رياست کار کوونکو ته د راپور، مکتوب، د بېلابېلو مالي فورمونو، پلان جوړولو او يوشمېر مالي موضوعاتو په اړه د وزارت پلاوي خبرې وکړې او د ګډنوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل.
همدارنګه د بغلان ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر کورسونه جوړ او هره ورځ ورته انګليسي او کمپيوټر درسونه تدريسيږي.
د ويلوده، چې د ظرفيت لوړونې او د انګليسي او کمپيوټر کورسونو په مرکز او ولاياتوکې د مهاجرينو چارو وزارت کار کوونکوته د مهاجرينو چارو وزارت او (UNHCR) دفتر ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې ترسره کېږي.