د مهاجرينو چارو وزير د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ له مشرانو سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Tue, Sep 20 2022 3:28 PM
sadam anwari

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني  د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ له مشرانو سره د وږي په (۲۹) مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې څو تنو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له مرستو څخه يې مننه وکړه او په دې برخه کې يې د لازياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير اړمنو او مستحقو کورنيو ته د خدماتو برابرول د دغه وزارت له مسؤليتونو څخه وبلل او ژمنه يې وکړه، چې د يادې ولسوالۍ اړمنو او مستحقو کورنيو سره به د شته ستونزو دحل په برخه کې همکاري کوي.

Latest news

BACK TO NEWS