د مهاجرینو چارو وزیر د نجیب الله له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه

sadam_morr
Thu, Sep 15 2022 10:17 PM
_____
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د دغه وزارت د مالي او اداري ریاست کارکوونکي شهيد نجیب الله له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر چارواکي هم ورسره وو، د وږي په (٢٤) مه د مرحوم نجیب الله ستانکزي کور ته لاړ او د مرحوم له کورنۍ او خپلوانو سره یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.
ښاغلي حقاني شهید نجیب الله یو خدمتګار، د دندې پابند او د لوړ شخصیت خاوند وباله او د نوموړي شهادت یې د هغه د کورنۍ او د مهاجرینو چارو وزارت لپاره یوه ستره ضایعه وبلله او د خدای تعالی له دربار څخه یې ورته د فردوس جنت او کورنی او خپلوانو ته یې د صبر جمیل غوښتنه وکړه.
نجيب الله ستانکزى څو ورځې وړاندې د سالنګونو پر لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوى و او د وږي په (٢٤)مه يې د کندوز ولايت په سیمه ییز روغتون کې د اجل داعي ته لبیک ووايه.

Latest news

BACK TO NEWS