غزني: د مهاجرینو چارو وزیر د سیلابونو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره ولیدل

sadam_morr
Fri, Aug 26 2022 8:29 AM
___________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني، چې د غزني ولایت والي مولوي اسحق اخندزاده یې هم ملتیا کوله د غزني ولایت د مقر او ګیلان ولسوالیو ته د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو سره د لیدنې او خوا خوږۍ په موخه سفر وکړ
ښاغلي حقاني شهیدانو ته د فاتحې ترڅنګ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ا.ا.ا. په هرسخت وخت کې ددوی ترڅنګ ولاړ دی، نوموړي د مقر ولسوالۍ د ابوالکلا کلی مسجد سره، چې د سیلاب له امله ویجاړ شوی و، له خپل شخصي جیب څخه یولک افغانۍ مرسته وکړه
نوموړي د یوې ناستې په ترڅ کې وویل: د وروستیو سیلابونو له امله تر ۲۰۰۰۰ زرو زیاتې کورنۍ بېځایه شوي دي او مونږ د امکان تر حده دوی ته د سرپناه لپاره د خیمو او بسترو ترڅنګ نورې اړینې بیړنۍ مرستې رسولي او هڅه کوو، چې د همکارو موسساتو سره په همغږۍ ددوی اساسي ستونزو ته رسیدګي وکړو
د قومونو مشرانو او علماو له ښاغلي حقاني څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او مشورې یې ورسره شریکې کړې

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS