د مهاجرینو چارو وزیر د غزني ولایت له والي سره وکتل

sadam_morr
Wed, Aug 24 2022 11:59 PM
_________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له والي ښاغلي مولوي اسحق اخندزاده سره ناسته وکړه
په دغه ناسته کې په غزني ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو په چټکتیا او میکانیزم خبرې وشوې
د یادونې وړ ده، چې په غزني ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله نږدې ۲۳ تنه مړه،۱۲ تنه زخمیان او ۱۰۴۴ کورونه تخریب شوي، چې ښاغلی حقاني او ورسره مل پلاوی د زیانمنو د لاسنیوي لپاره دغه ولایت رسېدلي

Latest news

BACK TO NEWS