د کډوالۍ عالي کمېسيون
د کډوالو عالي کمېسيون د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د وړانديز په اساس د جمهوري رياست په مشرۍ، د اجرايه رياست په غړيتوب، د جمهوري رياست دوهم مرستيال، ۱۵ وزيرانو او له ۷ خپلواکو ادارو رامنځ ته شوی، چې موخې يې په خپله خوښه، باعزته،دوامداره راستنېدنه او د پناه غوښتونکو د نوې ځای پر ځای کېدنې په برخه کې سياست کول او د لويې ملي همغږۍ رامنځ ته کول او د ملي او نړيوالۍ همکارۍ جلبول په ځانګړې توګه د کوربه هېوادونو.
د کډوالۍ عالي کمېسيون سکرتريت د کډوالو چارو وزارت په غاړه لري او دغه کمېسيون په هرو شپږو مياشتو کې ناستې کوي، چې تراوسه يې څلور ناستې کړي او لاندې پرېکړې په کې شوې دي.