په کابل ولايت کې له (١٠٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-
د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د چنګاښ په اوله د چهارشنبې په ورځ د کابل په (١٠٠) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو یتیمانو او اړمنو کورنیو سره (٢٤) زره افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
دغـه مرستـه د (IRC) موسسې او د کابل د مهاجرينو چارو رياست په شتون کې ورکړل شوې.