د کډوالو چارو له وزير سره د افغان کډوالو د شپږ کلنې احصايې اړوند د يوې څېړنې لومړنۍ پايلې شريکې شوې

Anonymous (not verified)
Sat, Apr 06 2019 11:19 AM
د کډوالو چارو له وزير سره د افغان کډوالو د شپږ کلنې احصايې اړوند د يوې څېړنې لومړنۍ پايلې  شريکې شوې

دغه څېړنه دافغانستان د بېځايه شوو او راستنو شوو شمېر د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال اخر پورې ښايي، چې په ۳۴ ولايتونو کې د يوې څېړنې په پايله کې لاس ته راغلي.

دغه څېړنه دبېځايه شوو د رديابۍ سيستم (DTM) او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) موسئولينو چې دغه څېړنه يې ترسره کړې  دتېرې سې شنبې په ورځ  د وري په ۱۴مه  دکډوالو چارو له وزيرسره  دشريکولو پرمهال وويل، ياده څېړنه په ۱۱ زره او ۴۴۳ قرييو، ۳۹۰ ولسواليو او ۳۴ ولايتونو کې ترسره شوې، چې د څېړنې ټيم دمعلوماتو له مخې د راستنوشوو او بېځايه شوو شمېردقومي مخورو  دبېځايه شوو استازو او روغتيايي مرکزونو څخه راټول شوی.

 

د يادې څېړنې په يوه برخه کې راغلي چې د ۲۰۱۲ کال څخه د ۲۰۱۸ کال پورې ۲ ميليونه ۲۹۱ زره کسانو له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته کډه شوې او پ همدغه موده کې له ۳ نيم ميليونو څخه زيات کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي.

همدا رانګه له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳ ميليونه او ۵۲۹ زره کسان دکډوالۍ په حالت کې ژوند کوي، چې په ياده موده کې نږدې ۴ ميليونه کسان خپلو اصلي سميوته ستانه شوي.

Latest news

BACK TO NEWS