له پاکستانه ۷۵ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې

sadam_morr
_
د کندهار د کډوالو چارو رياست د سپين بولدک سرحدي اداره، د غويي په ٢١مه له پاکستانه د ٧٥ کډوالو کورنيو د راستنېدو خبر ورکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په راستنو شويو کورنيو کې ٤٤٦ هغه کسان هم شامل دي، چې اسناد يې نه درلودل او د سپين بولدک او چمن له پولو راستانه شوي وو.