سمنګان کې اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشو

sadam_morr
_____
د یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٢٥٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د سمنګان ولایت د مهاجرینو امریت له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ د دواب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې دغوايی په (١٩) مه هرې کورنۍ ته دیګ بخار، سطل،صابون، د غاښونو کریم،کاسې،قاشقې، چایبر،د اوبو جیک، کمپلې او یوه یوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.