محمد ارسلاح خروټي د اروپايي ټولنې سفیر سره لیدنه وکړه

sadam_morr
Thu, Jan 27 2022 11:06 PM
______
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي پنجشنبه د سلواغې په (٧) مه په خپل کاري دفتر کې د اروپایي ټولنې د سفیر ارنوټ پاول سره لیدنه وکړه او د بشري مرستو په زیاتوالي او د راستنېدونکو او اړمنو داخلي بېځايه شوو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي ارسلاح خروټي د اروپايي ټولنې د سفیر څخه مننه وکړه چې د بشري مرستو په برخه کې د افغانانو سره همکاري کوي او د نړیوالوڅخه یې غوښتنه وکړه،چې بشري مرستې دې نه سیاسي کوي افغانانو ډېرې ستونزې ګاللي باید د بشري مرستو او کارموندنې په برخه کې ورته یوه ځانګړې برنامه جوړه شی ،هغه مهاجرین چې له هېواده بهر تللي د ژوند لومړنۍاسانتياوې ورته برابرې شې، چې بېرته ته هېواد ته راستانه شي او د وطن په ابادۍ او سمسورتیاکې برخه واخلي.
نوموړي همداراز غوښتنه وکړه چې نړیوال دې زموږ ګنګل شوې شتمني ازاده کړي ترڅو افغانستان یو مستقل اوپرځان بسیا هېواد و اوسي.
د اروپايي ټولنې سفیر د مهاجرینو وزارت مرستیال څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د بشري مرستو د وېش زمینه برابره کړې، هغه وویل موږ افغانانو ته ښه زیري لرو او د بشري مرستو په برخه کې مو د (U N)، (UNHCR) او یونیسف سره د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي،چې ددې لپاره یو ښه میکانیزم اوځانګړي تخنیکي ټیم ته اړتیاده، ترڅو اړمنو او مستحقو کورنیو ته خپل حق ور ورسېږي.
همدارنګه داخلي بېځايه شوو کورنیو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه نغدي مرسته هم په پام کې نیول شوې،چې د مهاجرینو وزارت سره به دا او دې ته ورته ګټوروپلانو د عملي کولو په برخه کې همکاري کو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS