د افغانستان ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي وزير د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې عالي کمیشنر سره وکتل

sadam_morr
Tue, Sep 14 2021 11:56 AM
sadam anwari

۱۴۴۳ ، محرم، 7 مه، کابل ـ افغانستان

د افغانستان ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنر فلیپو ګراندي سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو خواو د کډوالو په عمومي ستونزو، داخلی بې ځایه شویو ته د مرستي په رسولو او له هیواده بهر کډوالو د بېرته راستنېدو پرڅرنګوالي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي حقاني د ملګرملتونو د کډوالو ادارې د عالي کمیشنر څخه وغوښتل، چې د بیرته راستنېدونکو کورنیو لپاره د ښارګوټو د جوړولو او د هېواد څخه د انساني قاچاق په مخنيوي کې جدي همکاري وکړي .

هغه وویل : موږ ټولو مرستندویه ادارو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوو او هیله ترې کوو، چې په اوسنيو شرايطو کې زموږ د هیواد والو لاسنیوی وکړي.

په دغه کتنه کې داوړو لورو د ګډې همکارۍ په دوام ټينګار وکړ .

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS