پروان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې
د DACAR او DRC موسسې له لورې د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بغلان، کندز، بلخ، لغمان او کاپيسا ولايت څخه ددې ولايت مرکزته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰۰ افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.