پروان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
-----

د DACAR او DRC موسسې له لورې د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د  بغلان، کندز، بلخ، لغمان او کاپيسا ولايت څخه ددې ولايت مرکزته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰۰ افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.