دیوهوکړه لیک پر اساس،هغو راستنېدونکو ته چې دکرنې په برخه کې کار کوي پور ورکول کېږي

sadam_morr
Wed, Jun 30 2021 2:09 PM
____________

 دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، دکرنې وزارت او دکرنې دپراختیایي وجهي صندوق سره هوکړه لیک لاسلیک کړچې له مخې به یې هغو راستېدونکو ته چې دکرنې په برخه کې کار کوي.

 دغه هوکړه د چنګاښ په ٩مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونودپلي کېدو معین شېر علم امله وال ،دکرنې وزارت تخنیکي معین شېرشاه امیري او دکرنې پراختیايي وجهي صندق رييس ایمل ارمان تر منځ لاسلیک شو. دپالېسۍ او پروګرامو دپلي کېدومعین دهوکړه دلاسلیک په اړه وويل:هغه راستنېدونکو اوبېځایه شوو ته چې دکرنې په برخه کې کار کوي دا یو مهم امر دی چې دپور ورکولو خدماتو چمتو کولو له لارې په زراعت سکتور کې کار وکړي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې وده د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره یوه اساسي مساله ګڼل کیږي.

همدارنګه دا برنامه کرهنیزوکورنیو اقتصاد ته وده ورکوي چې دکرنې په برخه کې کار کوي. په ورته وخت کې دکرنې وزارت تخنیکي معین معلومات ورکړل چې دپراختیايي وجهي صندق دجوړېدو دوخته تراوسه له ١٣ملیاردوڅخه ډېرې افغانې دکرنې په بېلابېلو برخو کې قرضه ورکړل شوې او د٥٦زره بزګرانو په شاوخواکې له دې برنامې څخه برخمن شوي.

نوموړي وويل دا صندق په پام کې لري چې وړې قرضې دبزګرانو په لاسکې ورکړي. دلاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې به کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت هغه راستنېدونکي او کډوالوچې دکرنې په برخه کې په کار بوخت دي په نښه او ورسته به یې دپور دترلاسه کولو لپاره پراختیايي وجهي صندق ته ورپېژني.

په دغه برنامه کې چې دکډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت له لورې یې څارنه کېږي په راتلونکو پېنځوکلونوکې ٢،٢ میلیاره افغانۍ له ٩زرو زیاتو راستنېدونکو ته پورورکړي.

Latest news

Mon, Jun 14 2021 2:08 PM
Background image

Civil society organizations in Sweden called for return stop of Afghan migrants

In a virtual conversation with Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affair, a number of civil society and humanitarian organizations in Sweden called for finding a solution to. . .

Wed, Jun 09 2021 12:15 PM
Background image

Deputy Minister Kakar exchanged with Belgian Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, met with Belgian Ambassador Mr. Philippe Bronchain on 08 June 2021.

Both sides valued the partnerships between Afghanistan and. . .

Tue, Jun 08 2021 2:12 PM
Background image

Deputy Minister Kakar meets with IOM Country Director in Ankara

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, who visited the Republic of Turkey as the head of a governmental delegation, talked with leaders of international organizations and. . .

BACK TO NEWS