د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو مرستيال معرفي شو

sadam_morr
Sat, Apr 03 2021 1:48 PM
___________

شېر علم امله دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو د مرستيال په توګه د افغانستان اسلامي جمهوريت د ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوی و او نن د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې ددغه وزارت کارمندانو ته معرفي شو.

په دغه مراسموکې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شول دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نورالرحمن اخلاقي، مالي او اداري مرستيال ولي الله جلال، د ولسي جرګې يوشمېر وکيلانو، د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا رئيس او د وزارت يوشمېر رئيسانو او کارکوونکو شتون درلود.

ښاغلي اخلاقي دکاري ټيم او د ډېرو برنامو داغېزمنتيا سربېره،خلکو ته د کار او خدماتو په ځانګړي توګه د بېځايه شوو او کډوالو په خدمت کې چې د ټولنې يوه مستحقه برخه ده وويل: د ګډو موخو د لاسته راوړلو لپاره د ليد يوالی چې د افغانستان رنځېدونکي برخې ته خدمت کول دي، په وزارت کې رامنځ ته شوی او موږ د يوګډ ټيم په توګه د پلانونو پلي کولو لپاره ګام پرګام کار کوو.

په ورته وخت کې دپالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال استاد شېر علم امله وال د حکومت له مشرتابه څخه چې پرده يې باورکړی مننه وکړه ويې ويل: له دې ځای چې کډوالو وزارت يوه همغږې او پالېسۍ جوړونکي اداره ده؛ ټولنې ته د خدمتګار په توګه زه خپلو خلکو او وطن ته خپله ژمنتيا اعلانوم. موږ به په ګډه د خپلې ټولنې خلکو ته په اغېزمنه توګه کار وکړو دا زموږ شعار نه بلکې زموږ ژمنه ده.

 

Latest news

Mon, May 10 2021 9:54 AM
Background image

Deputy Minister Kakar meets Turkish Deputy Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, spoke in an introductory meeting with the Turkish Deputy Ambassador to Afghanistan, Mr. Atassay Erongun, about the situation of. . .

Sat, May 08 2021 12:40 PM
Background image

Dialogue between Deputy Minister Kakar and EU on Comprehensive Migration Policy

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, and the EU Delegation virtually exchanged on the progress made by adopting the Comprehensive Migration Policy (CMP) and the. . .

BACK TO NEWS