د خليل الله خليل او التفات ښارګوټي تفصيلي او تطبيقي پلانونونه منظور شول

sadam_morr
Wed, Mar 31 2021 10:13 AM
-------

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي، د ښارجوړونې وزارت وزير محمود کرزي، د کابل والي محمد يعقوب حيدري او د پلازمينې زون د پراختيا عمومي رئيس نجيب الله شينواري ترمنځ  نن د التفات او خليل الله خليل ښارګوټي تطبيقي پلان  لاسليک او منظور شو.

په ناسته کې چې د ښارجوړونې وزارت کې جوړه شوې وه، دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د ځمکو د مستحقينو پېژندلو لپاره خپلې هڅې اعلان کړې ويې ويل: زموږ تمرکز به د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان پلي کولو باندې وي چې ترټولو مستحقې کورنۍ وپېژندل شي.

همدارنګه د ښارجوړونې وزير د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان د نقشې او مسؤليت په اړه خبرې وکړې ويې ويل: د فرمان د احکامو عملي کول زموږ د دفتر د لومړيتوبونو څخه دي.

د کابل والي ، د کډوالو په برخه کې د ولسمشر سلاکار او د پلازمينې زون پراختيا ادارې عمومي رئيس هم د کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ددې فرمان د احکامو د پلي کولو لپاره يې د لا همغړۍ پر اړتياباندې ټينګار وکړ.

د ذکر شوي پلان له مخې به په التفات ښارګوټي کې ۶۶۶۸ د استونګنې نمرې او د خليل الله خليل ښارګوټي کې ۱۵۰۰۰ د استوګنې نمرې د ۱۰۸ ګڼه فرمان له مخې مستحقينو ته ووېشل شي او ددې ترڅنګ په ښارګوټوکې شنې ساحې، تفريحي پارکونه او دعامه خدمتونو ځايونه هم په پام کې نيول شوي دي.

 

Latest news

BACK TO NEWS