د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ۱۵۰ زره ماسکونه او ۹ امبولانسونه د عامې روغتيا وزارت ته ورکړل شول

sadam_morr
Mon, Mar 29 2021 8:14 AM
_______

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې او جنوبي کوريا سفارت له لورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ  په افغانستان کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه  ۱۵۰ زره ماسکونه او ۹ امبولانسونه د عامي روغتيا وزارت ته ورکړل شول.

۱۵۰ زره ماسکونه د جنوبي کوريا او  ۹امبولانسونه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې هېواد سره د روغتيا په برخه کې مرسته وشوه، چې د تسليمېدو سند يې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وحيد مجروح، په کابل کې د جنوبي کوريا سفير د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې رئيسې ميرمن وين بيورن کرولاين، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي اودملګرو متلونو دکډوالو ادارې  د اسيا او اقيانوسيه رئيس اندريکارتواتی ترمنځ لاسليک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR څخه مننه وکړه او د عامې روغتيا وزارت څخه يې غوښتنه وکړه، چې داخلي بېځايه شوي چې د ټولنې زيان منونکی قشر دی، د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پرلپسې هڅو او غوښتنو وروسته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې او جنوبي کوريا له لورې  افغان حکومت سره ترسره شوې.

Latest news

BACK TO NEWS