هلمند کې بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
------------

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د هلمند ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي او غيرخوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې مرستې په  د ناد علي، ناوې، نهرسراج او د بولان مرکز، بشران او بابوجي سيموکې بېځايه شوو او اړمنو کورنيوسره شوي، چې د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دال، دوه کيلو مالګه، ۳ کيلو بيسکويټ، ماشومانو لپاره دوه کيلو خوراکي مواد، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د پخلنځي سامان الات، درې کمپلې، دوه ترپالونه، يوه پنځه کيلويي ګازډبه، يو سطل، خېمه او د UNICEF اوDACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.