فارياب کې ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
.

د سرې مياشتې ادارې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو په همکارۍ ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د قيصار او خواجه سبزپوش ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته کمپلې، ترپالونه، ژمني لباسونه، د اوبو بوشکې، پخلنځي مکمل سامان الات او د کرونا ضد روغتيايي کڅوړو مرستې ووېشل شوې.