د پناه غوښتونکو مرستيالې په دولتي دفترونوکې د ښځو پر اغيزمن رول ټينګار وکړ

anwari_morr
Sat, Aug 22 2020 8:21 AM
123

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې چې د روزنيزې برنامې په پرنستغونډه کې يې خبرې کولې په دولتي دفترونوکې يې د ښځو پر اغيزمن رول ټينګار وکړ.
د اسلام له نظره د ښځو د ځورونې مخنيوي قانون تر نامه لاندې روزنيز پروګرام تېره پنجشبنه د زمري په ۳۰مه په کډوالو چارو وزارت کې د وزارت د جندر امريت او مشارويت په همکارۍ جوړ شوی و.

هغه ټينګار وکړ چې تاوتريخوالی بايد له هر اړخ څخه يو بل ته ونه  رسيږي. زموږ په هېواد کې اصلي ستونزه داده چې عنعنوي، دوديز او ديني ارزښتونه سره ګډ دي، دامسله د مذهبي ارزښتونو تر سرليک لاندې د بدبختيو لامل کېږي هغه څه بايد بدل شي چې داسلامي لارښوونو سره مخالف دي.

د کډوالو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيالې په داسې حال کې چې د روزنيزو برنامو په ځانګړي توګه په دفترونوکې د ښځو وضعيت ښه کولو اړوند برنامو باندې ټينګار وکړ ويې ويل چې د وزارت ټولو کارمندانو لپاره لازمه ده چې په دې برناموکې فعاله اوپراخه ونډه اوشتون ولري او د اسلام له نظره د ښځو د ځورونې مخنيوي قانون تر نامه لاندې روزنيز پروګرامونوڅخه په پوره ډول خبر وي.

هغه د وزارت د جندر امريت ته لارښوونه وکړه چې د ښځو د ځورونې مخنيوي قانون او دښځو د ځورونې مخنيوي کمېټې غړو ته ددې وزارت ټول کارمندان ور وپېژني.

 

 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS