د کډوالو چارو وزير په ناروې کې د افغانستان د نوي سفير څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالو وضعيت ته دې ډېره پاملرنه وکړي

sadam_morr
Mon, Nov 04 2019 10:42 AM
وزیر
يوسف غفور زی چې نوی په ناروې کې دافغانستان دسفير په توګه ګومارل شوی، د کډوالو دوضعيت، معلوماتو د راغونډولو او مشورې په پار کډوالو چارو وزارت ته راغلی و، کډوالو چارو وزير سره يې وليد ل او د وزارت او سفارت د لا هغږۍ په اړه يې خبرې اترې وکړې. کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن له غرمې وروسته د لړم په ۱۱مه ښاغلي عفورزي ته مبارکي وويله ويې ويل، چې ناروې هېواد يو دکډوالو د مديريتي ساحې څخه دی چې ډېرې کاري قوې ته اړتيا لري. نوموړي د ناروې د نوي سفير څخه غوښتنه وړه، چې د ناروې هېواد سره د اړيکو په ټينګوالي، دکډالو د قيسونو اخيستو، اړمنو د قيسونو اخيستو او په ځانګړې توګه د ماشومانو منلو په اړه زياته پاملرنه وکړي. عالمي زياته کړه، چې په ناروې کې دافغانستان سفارت اړتيا لري چې افغانستان ته د بهرنيو اتباعو له راستنېدو څخه د مخنيوي لپاره د افغان راستنېدونکو هويت په پېژندلو کې لا ډېر احتياط وکړي. دهغه په وينا د افغانستان او ناورې ترمنځ په ۲۰۰۴ کال کې يو ګډ هوکړه ليک لاسليک شوي چې د کډوالو ننۍ ستونزې نه شي حل کولای نو لازمه ده چې له سره ترميم شي. عالمي بلخي نوي سفير عفورزي ته وړانديز وکړ ويې ويل، د ناورې واکمن ګوند دکډوالو په اړه سخته پالېسي لري، نوسفارت کولای هغه ادارې سره خبرې وکړي چې د کډوالو په اړه نرمه پالېسي لري،لکه د هغه هېواد پارلمان سره خبرې وشي چې غوره پايلې ترلاسه کړي. دناروې نوي سفير دکډوالو او راستنېدونکو چارو له وزير څخه دمعلوماتو او مشورې له امله مننه وکړه او کډوالو وزارت سره يې د افغان کډوالو دمديرت په برخه کې خپله پراخه همکاري اعلان کړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS