کډوالو چارو وزارت بېځايه شوو ته د ښه لاس رسي په موخه هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
Sun, Oct 27 2019 12:24 PM
3

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  داخلي بېځايه شوو ته د ښه لاس رسي او په بېړنيو حالاتو کې دځواب ويلو په موخه د  اکتېد موسسې سره دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د غه هوکړه ليک د لړم په ۵ مه د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او په کابل کې د اکتېد موسسې عمومي رئيس  ښاغلي فرانسوا سره په کډوالو چارو وزارت کې لاسليک شو،چې په اساس به يې ياده موسسه په شمالي ولايتونو او همدا رنګه بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل او فارياب ولايتونوکې دنغدي مرستو په برخه کې  همکاري کوي.

د يادې پرژې مالي لګښت شپږم ميليونه يو دی، چې د اروپا د بشري ټولنې (ECHO) له لورې ورکول کېږي چې درې ميليونه يې مخکې له هوکړه ليک څخه ورکول شوي او پاټې درې ميليونه يې د دې هوکړه ليک له مخې پلي کېږي.

همدارنګه د اکتېد موسسه مسئوليت لري، چې درې هرې درې مېاشتې  او دپروژې د ختمېدو  وروسته کډوالو چارو وزارت ته راپور ورکړي او  وزارت ته د پروژو دکار د جريان د څارنې زمينه برابره کړي.

 کډوالو وزير، چې د اکتېد موسسې له رئيس سره يې  په ناسته کې  د هوکړه ليک په عملي کېدو، څارنې اوهمغږۍ ټينګار وکړ  ويې ويل، چې د يورسمي پاڼې  له مخې دې  ټولو ولايتي ادارو ته خبر ورکړي د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې دې رياستونه لا همغږي شي او کډوالو چارو وزارت ته دې ډاډ ورکړي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS