د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره 30 میلیونه ډالره مرسته کوي

sadam_morr
Wed, Oct 16 2019 9:13 AM
د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره 30 میلیونه ډالره مرسته کوي

د کډوالو د نړیوال سازمان او د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ترمنځ د اجرائيه رئيس په حضور کې بې ځایه شویو او راستنېدونکیو کورنیو ته د رسېدګۍ لپاره د دېرش میلیونه ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن سهار خپله ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه .

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېرو جلسو په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې له بې ځایه شوې کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړني مرستې ترسره شوي .

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین بلخی غوڼډې ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو سره د ژمنیو مرستو مشترکې ستراتیژۍ په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې وویل، چې 52 زره بې ځایه شوې کورنۍ د ژمنو مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا لري.

ښاغلي بلخي وویل، چې د افغانستان مالیه وزارت د 52 زره بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو توان نه لري، مالیې وزارت اوس مهال لپاره یواځې 15 زره کورنیو لپاره بودیجه لري، چې پاتې 35 زره کورنۍ د بودیجي نه شتون سره مخ دي.

د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ، چې له 52 زره اړمنو کورنیو سره دې ژر تر ژره ژمنۍ مرستې وشي، څو بېرته خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد په برخه ګټور تمام شي .

ښاغلي عالمي بلخي د غونډې ګډونوالو ته د بې ځایه شویو کورنیو په اړه وویل، چې تر اوسه په 2019 کال کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر 495096 تنو ته رسېږي، چې 198233 تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، تر اوسه پورې د جګړو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، وردګو، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په 2019 کال کې 80171 تنه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې 6533 کورنۍ بېرته خپلو اصلی مېنو ته ور ګرځېدلي دي. همدارنګه ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې له دې جملې څخه 71228 کورنيو سره نړیوالو ټولنو بېړنې مرستې کړي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو څخه ستاینه او مننه وکړه، چې افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي .

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي او د ژمنیو مرستو د مشترکې ستراتیژۍ په برخه کې دې له مالیې وزارت سره د بودیجې د تامین لپاره ناستې وکړي او دا مساله دې حل شي.

اجرائيه رئیس وویل، چې د ژمي موسم په را رسېدو سره دې حکومتي مسوولې ادارې د راستنېدونکیو او کډوالو کورنیو لپاره بشپړ چمتووالی لري او اړوندو ادارو ته یې هدایت ورکړ، چې خپلې غوښتنې له ملي پلان سره بشپړې او د کډوالو چارو وزارت په مشرۍ دې د دې پلان له نهايي کېدو په اړه ناستې وکړي او خپل رپوټ دې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې له شته بودیجې څخه دې هر څه ژر له اړو کورنیو سره عاجل مرستې وشي او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغېړي د منلو وړ نه ده.

همدارنګه د غونډې په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت او د کډوالۍ لپاره د نړیوالي ادارېIOM سره د 30 میلیون ډالرو په ارزښت د بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکیو کورنیو لپاره تفاهمپاڼې هم لاسلیک شوې.
#سرچينه د اجراييه رياست وېب پاڼه

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS