په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Sun, Sep 20 2026 2:55 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار او کندز کې ۴۸۰ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د نغدي مرستو په توګه ووېشل.
دغه هوکړه‌لیک د راستنو شویو ژوند ښه‌والي او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د یاد وزارت هڅې څرګندوي او هیله لري، چې له مختلفو بنسټونو سره د زیاتو همکاریو له لارې راستنو شویو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او د هغوی ستونزې حل کړي.

Latest news

BACK TO NEWS