د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

anwari_morr
Tue, Mar 17 2026 10:49 AM

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له خوا وروستیو ړندو بریدونو له امله په کابل ولایت کې بې‌ځایه شوو کورنیو د ستونزو د حل، بېړنیو مرستو د رسولو او نړیوالې همکارۍ د زیاتولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
محترم حقبین کډونوالو د پاکستان هوايي بریدونو له امله له پکتیا او کونړ ولایتونو څخه کابل ته د بېځایه شویو په اړه وویل: کابل ته ۴۴ بېځایه شویو کورنیو یاد ریاست او د وزارت مقام ته مراجعه کړې. نوموړي له همکارو بنسټونو غوښتي، چې د دغو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د همکارو بنسټونو استازو هم خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې د کوچني اختر له رارسېدو وړاندې باید دغه کورنۍ د ګډو ټیمونو له لوري وپېژندل شي او بشري مرستې ورباندې ووېشل شي.

Latest news

BACK TO NEWS