د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغان دارالعلوم او د دارالاحناف د مدرسې له مهتمیمینو سره وکتل
په دې ناسته کې حاضرو مهتمیمینو د پخوا په پرتله په دیني مدرسو کې د درس د کیفیت له لوړېدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد دیني مدرسې په ښو اسانتیاوو سمبال شوې دي.
د افغان دارالعلوم مهتمیم مولوي عبدالحي زیاته کړه چې د اسلامي امارت په هڅو هر کال، د پوهنتونونو تر څنګ، زرګونه ځوانان له دیني مرکزونو فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي.
همدارنګه د دارالاحناف د مدرسې مهتمیم شیخ عبدالحق د مدرسو د غوره فعالیت لپاره د حکومت ملاتړ ارزښتمن وباله او پر وینا یې چې د اسلامي امارت اړونده ادارې له ښوونیزو بنسټونو سره د پام وړ همکارۍ او اړیکې لري او ټولې چارې په مسلکي ډول مخکې روانې دي.
د ناستې په پای کې راغلو مهتمیمینو د ځینو اړوندو چارو په اړه خپل وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علمای کرامو ته ښه راغلاست وویل او هېواد ته د خدمت په برخه کې یې د مدرسو او دیني بنسټونو هڅې وستایلې.
محترم وزیر د دیني مدرسو او نورو تعلیمي بنسټونو قربانۍ د تاریخ مهمه برخه وبلله او پر وینا یې چې اسلامي نظام له ټولو تعلیمي او تحصیلي ادارو څخه ملاتړ کوي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر له مدرسو سره همکاري خپل مسوولیت یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې شریکو شویو موضوع ګانو ته رسېدنه کېږي.
