د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت، د هسکې مېنې ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

د ناستې په پيل کې د هسکې مېنې قومي مخورو د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو له امله مننه کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام لخوا د ننګرهار د ولسونو ګڼو غوښتنو ته رسېدنه شوې ده.
حاضرو قومي مخورو او مشرانو له پاکستان څخه د افغان راستنو شوو د ژوند د حالت په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ کډوالو ته دې په خپله سیمه کې یو ښارګوټي ځانګړی شي.
دوی همدارنګه د خپلو وړاندېزونو پر دوام د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ځينو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام د خپل مسوولیت له مخې چارې مخکې وړي او ولس ته خدمات وړاندې کوي.
محترم وزیر د هسکې مېنې د ولسونو لخوا شوو وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ولس ستونزې به له ممکنو شرعي لارو حل شي.