د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس له همکارو ادارو سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Sep 02 2025 11:09 AM
_

محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس، د خپل کاري سفر پر مهال ننګرهار ولایت ته د همکارو ادارو د یو شمېر استازو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د وزارت د دفتر رییس د یادو ادارو له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ له تاسو سره همکار یو او اوږه په اوږه درسره ولاړ یو. هره ستونزه، چې وي، موږ به یې له مرکزه سره شریکه کړو. د مهاجرینو سره مرسته کول؛ یو انساني او بشري عمل دی چې باید یوازې د الله (ج) د رضا لپاره ترسره شي او په دې برخه کې باید له هیڅ ډول هڅې ډډه ونه شي.
همدارنګه ښاغلي بنوري د یادو ادارو د کارکوونکو ستونزې له نږدې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې یاده موضوع به د کډوالو چارو وزارت مشرتابه سره شریکه کړي. نوموړي زیاته کړه، چې هر ډول اسانتیاوې او همکاري، چې اړتیا وي له همکارو ادارو سره به شریکه شي.

Latest news

BACK TO NEWS