د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس او مل پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
Tue, Sep 02 2025 9:09 AM
-
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په لارښوونه د وزارت مقام د دفتر ريیس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ پلاوي له پاکستان څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت د ارزونې په موخه د ننګرهار ولایت تورخم فرضي کرښې ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې چې د وزارت د کارکوونکو چارو ريیس عرفان الله عباد یې هم ملتیا کوله د تورخم د عمري کمپ له مسؤلینو او د تورخم د مهاجرینو چارو امریت څخه له لیدنې وروسته د یاد کمپ له وضعیت څخه کتنه وکړه او د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزې یې له نږدې وکتلې.
د وزارت مقام د دفتر ريیس مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې، څو د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته په بیړني ډول ځواب ووايي.
همدارنګه نوموړي د دولس ګونو کمېټو له مسوولینو سره هم لیدنه وکړه د هغوی د کارونو ارزونه یې وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د حل لپاره به یې لازم ګامونه پورته کړي.
مولوي سعید احمد بنوري څرګنده کړه، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مشرتابه د نړیوالو همکارانو سره په ګډه هڅې کوي او د مهاجرینو ستونزو ته به لا ښه رسیدنه وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS