د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالكبير د پنجشیر د والي حافظ محمد آغا حکیم په مشرۍ د یاد ولایت له یو شمېر سمه ییزو مسوولینو سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۳/۱۶ - ۲۰:۷
-
په دې لیدنه کې د پنجشیرامنیه قومندان قاري احمدالله بدر، د مرافعه محکمې رئیس شیخ عبدالله سدید، د علماوو شورا رئیس شیخ محمود شریفي، د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو او مهاجرینو چارو رئیسانو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم په دغه ولایت کې د اسلامي امارت لخوا د پراختیايي چارو د پیل او ګڼو لاسته راوړنو یادونه وکړه.
ښاغلي والي په پنجشیر کې د کډوالو چارو ریاست د ودانۍ جوړولو وړاندېز له محترم وزیر سره شریک کړ او همدارنګه ښاغلي حکیم
وویل، چې په یاد ولایت کې راستانه شوي کډوال، د دایمي استوګنې په موخه ښارګوټي ته اړتیا لري او له اسلامي امارت څخه یې د یوه ځانګړي ښارګوټي غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي محمد آغا حکیم یادونه وکړه چې په پنجشیر کې لسګونه کورنۍ د استوګنې لپاره ځمکې نه لري او وړاندېز یې وکړ چې د داخلي بېځایه شوو او هغوی چې د کورونو لپاره ځمکې نه لري، ورته یوه سیمه په نظر کې ونیول شي.
ناستې پر دوام د پنجشیر د مهاجرینو چارو رئیس محمد رها ابرار د خپلو چارو په هکله وضاحت ورکړ او د اړوند رياست د ودانۍ او یو شمېر نورو مسايلو په اړه یې له محترم وزیر سره وړاندېزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د پنجشیر سمه ییزو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل، د امنیت او په پراختیایي چارو کې یې د هغوي د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې پنجشیر د اسلامي امارت لپاره ځانګړی ارزښت لري او له هرې ممکنې لارې به د پنجشیر د ولسونو غوښتنو ته رسیدنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې یو شمېر مطرح شوو وړاندېزونو ته به د مهاجرینو چارو وزارت لخوا رسیدنه وشي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت د داخلي بېځایه شوو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسیدنه د حکومت لومړیتوب دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته