د کډوالو چارو وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتو همغږۍ غونډه وشوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱ - ۲۳:۱۱
-
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د بشري خیریه بنسټونو څېړنیز ټیم غړو ترمنځ غونډه د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسیدنې په ریاست کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ښاغلي نیکل تیمنس او آغلې کترینا مریکل د بشري خیریه بنسټونو د څېړنیز ټیم غړیو حضور درلود او د کډوالو چارو وزارت او همکارو موسسو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او اړیکو په اړه بحث وشو.
د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسیدنې رییس مولوي سردار شېرزاد وویل: د کډوالو چارو وزارت د بېوزلو او مظلومو کډوالو استازیتوب کوي او دا وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې دننه او بهر کډوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه: اسلامي امارت په هېواد کې غوره امنیت برابر کړی؛ ترڅو همکارې موسسې وکولی شي خپل خدمتونه د هېواد په ګوټ - ګوټ کې کډوالو ته وړاندې کړي او د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورې بشري مرستې ترسره شي.
شېرزاد په اړونده برخه کې د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي نیکل تیمنس وویل: موږ به ستونزې وڅېړو او د همکارو موسسو او کډوالو چارو وزارت ترمنځ به لا زیاته همغږي رامنځته کړو؛ ترڅو ستونزې حل شي او د کډوالو لپاره د مرستو او همکارۍ غوره فرصتونه برابر کړو

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته