مسلکي معین: د مهاجرو لپاره د کار او روزګار زمینې به برابرې شي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۲۲:۵۹
-
پورتنۍ جمله د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د یوسف منصور په نوم د لمریزو توکو وچوونکي تولیدي خصوصي شرکت له رییس سره په لیدنه کې بیان کړه.
په دې لیدنه کې د یاد شرکت رییس انجنیر عبدالوکیل حمیدپور محترم راشد ته د بېلابېلو ماشینونو د تولید په اړه معلومات ورکړل او دا یې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور او ارزښتناک وبلل او ویې ویل: موږ مسوولیت لرو، چې د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د اقتصادي ودې په موخه د دوی لپاره د کار او روزګار نور فرصتونه برابر کړو.
هغه د همکارو بنسټونو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک غوښتنه وکړه؛ ترڅو له یوې خوا کورني تولیدات وده وکړي او له بلې خوا د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د کار نور فرصتونه رامنځته شي.
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د هېواد د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: په دې وروستیو کې شاوخوا ۲ میلیونه افغان مهاجر له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي او اړتیا ده، چې د دوی لپاره په بېلابېلو برخو کې د کار او روزګار زمینې برابرې شي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، چې ټولې کورنۍ فابریکې او شرکتونه مسوولیت لري، چې د خپلو مهاجرو هېوادوالو لپاره د کار زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته